د قطر پوځونه په فارس خلیج کښې تیارسي شول
د قطر امیر نن ماسپښین پر خپل هیواد له هر تیري سره د مقابلې لپاره وسله والو ځواکونو ته د تیارسي حکم ورکړ.
د ایرنا د خبر له مخې په دغه حکم کښې چې د قطر رسنیو سمدستي خپور کړ، د قطر وزیراعظم عبدا... بن ناصر بن خلیفه آل ثاني د دغه هیواد له امیر شیخ تمیم بن حمد سره د ضروري غږملتیا وروسته د قطر وسله والو ځواکونو ته امر ورکړی چې د فارس خلیج په اوبو کښې تیارسي شي او د هرډول بهرني تیري د لیدلو په بڼه کښې ورسره مقابله وکړي. د قطر وزیراعظم همداشان حکم کړی دی چې سرحدي او ساحلي ګارډ ځواکونه د دغه هیواد له وسله والو ځواکونو سره ملګري شي څو له هرپوځي ګواښ سره مقابله وکړي.
دغه قطري چارواکي زیاته کړه چې هرډول پوځي یا غیرپوځي کشتۍ یا لانچ چې بې له وارمخکښې غږملتیا له لویدیځې یا ختیځې برخې د قطر سمندري حدودو ته راشي، ډزې به پرې وشي.
د قطر وزیراعظم له ایران سره د ګډو حدودو له لارې د لانچونو یا کشتیو په ورتګ دغه بندیز نه دی لګولی.