عربستان د قطر ایرویز د فعالیتونو او الوتنو مجوز لغوه کړ
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i49318-عربستان_د_قطر_ایرویز_د_فعالیتونو_او_الوتنو_مجوز_لغوه_کړ
عربستان نن په دغه هیواد کښې د قطر ایرویز د فعالیت مجوز لغوه کړ او دفترونه یې ورله بند کړل.
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Jun 06, 2017 13:12 Asia/Kabul
  • عربستان د قطر ایرویز د فعالیتونو او الوتنو مجوز لغوه کړ

عربستان نن په دغه هیواد کښې د قطر ایرویز د فعالیت مجوز لغوه کړ او دفترونه یې ورله بند کړل.

د عربستان خبري آژانس خبر ورکړی چې د دغه هیواد د مسافري الوتکو لوې ادارې پریکړه وکړه چې د قطر د هوايي چلند ټول مجوزونه لغوه کړي او په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کښې دې په عربستان کښې د هغه ټول دفترونه بند شي.

عربستان د هغه څه په وجه چې له ترهګرۍ څخه یې د قطر ملاتړ بللی دی، له دغه هیواد سره خپل سرحدونه بند کړل.

عربستان، متحده عرت اماراتو، بحرین او مصر له نن سهار څخه له قطر سره خپلې ټولې الوتنې بندې کړې.

قطر ایرویز هم وویل چې عربستان، اماراتو، بحرین او مصر ته یې خپل پروازونه بند کړي دي.