عربی هیوادونه دې داوسنۍ شخړې په خبرو اترو سره حل کړی
زمونږخبریال راپورراکړ دایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف بیګا دسیمې د وروستیو بدلونونو په باب دخپلو سلامشورو په دوام کې دجرمنی اواسپانیا او څو نورو هیوادونو له خارجه وزیرانو سره ټیلیفونی خبرې اترې وکړې .
جواد ظریف دجرمنی له خارجه وزیر زیګمار ګابریّل سره په ټیلیفونی تماس کې دمینځنی ختیځ سیمې د وروستیو بدلونونو په باب مشورې او دنظر تبادله وکړه . هغه همداراز د اسپانیا له خارجه وزیر آلفونسو داستیّس سره هم په دې اړه مفصلې خبرې اترې ا و مشورې وکړې .
له قطر سره د عربستان، اماراتو ،بحرین او مصر دسیاسی اړیکو په غوڅیدو پسې داسلامی ایران خارجه وزیر له پرون راهسې دبیلابیلو سیمه ایزو اونړیوالو هیوادونو له خارجه وزیرانو سره پراخې سلامشورې کړی دی . له دې مخکې دایران خارجه وزیر دکویت ، قطر ، الجزایر ،لبنان ،ملایشیا،تیونس ،عراق ،عمان ،ترکیې ، انډونیشیا ،یونان له خارجه وزیرانو او دغه راز داروپائی اتحادئې دبهرنی سیاست له مسئولې سره د سیمې داوسنیو حالاتو او دقطر او دفارس خلیج دحوزې د ځینو هیوادونو ترمینځ درامینځة شوی تاؤتریخوالی په باب ټیلیفونی خبرې اومشورې کړی دی .
داپه داسې حال کې دی چې په همداوروستیو کې دسعودی عربستان دخارجه وزیر له خوا هماغه راز دقطر دکړنو په باب ګواښونکی خبرې هماغه راز دوام لری حال داچې د دغو تاؤتریخوالو د کمولو لپاره دکویت دامیر اوځینو نورو لوړپوړو عربو شخصیتونو له خوا دتاؤتریخوالی دکمولو لپاره هڅه هم روانه ده او دقطر چارواکو هم له خپلې خوا تر ډیره حده زغم ښودلی دی .