سعودی عربستان د ترهه ګرو مالی ملاتړونه کوی
دانګلستان د ګوندونومشرانو پر انګریزې لومړۍ وزیرې غږ کړی په دغه هیواد کې دې له افراطی ډلو د آل سعود رژیم پر مالی ملاتړونو برغولی کې نه ښودل شی .
ایرناخبری آژانس راپور ورکړی،دانګلستان د کارګرګوند،لیبرل ډیموکراټیک ګوند اودسکاټلینډ ملی ګوند مشرانو جرمی کوربین ،تیم فارن اونیکلا سترجن ټینګار کړی انګریزه لومړۍ وزیره ترزامی دې په انګلستان کې د افراطی ډلوله فعالیت څخه د عربستان دملی ملاتړپه باب دڅیړنو پر نتیجو برغولی کې نږدی . دانګلستان دکارګر ګوند مشر جرمی کوربین ویلی دی انګلستان باید له سعودی عربستان او دفارس خلیج له نورو هیوادونوسره چې له افراطی آئیډیالوژیو مالی ملاتړونه کوی ، کوټلی خبرې اترې پیل کړی .
هغه زیاته کړې دا اصلا ښه خبره نه ده چې میرمن ترزامی په انګلستان کې له افراطی ډلو څخه په بهرنیو ملاتړونو سره په ارتباط کې دڅیړنو دنتیجو دخپریدو خنډ شی .
له سعودی عربستان او دمینځنی ختیځ سیمې له ځینونورو عربو هیوادونو سره په مخامیدو کې پرانګریز حکومت دباؤنو، په لندن کې دتیرې شنبې ورځې په ترهه ګرې حملې پسې چې له امله ئې اته کسان وژل شوی او په لسګونو نور ټپیان شوی دی ،لا جدی بڼه غوره کړې ده .