دسزاګانو اوبندیزونوله لارې دقطر منزوی کول ،مشکلات نه حل کوی
زمونږخبریال راپورراکړ دترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان بیګا په یولړ دستورو کې په فارس خلیج سیمې کې د وروستی رامینځةشوی سیاسی بحران په غبرګون کې ویلی دی ، دقطر سزاکول سم اقدام نه دی .
رجب طیب اردوغان ویلی دی ، دسزاګانو اوبندیزونوله لارې دقطر منزوی کول ،مشکلات نه حل کوی . د ترکیې ولسمشر په عین حال کې ټینګار کړی ، هیواد به ئې له قطر سره داړیکو پراختیا ته دوام ورکړی .
سعودی عربستان ،متحده عربی اماراتو ،بحرین اومصر دتیرې دوشنبې په ورځې له قطر سره خپلې ټوله اړیکې غوڅې کړی او له دغه هیواد سره ئې هرډول راشه دیرشه او لارې تړلی دی . ویل کیږی له قطر سره د دغو هیوادونو ترمینځ تاؤتریخوالی سعودی عربستان ته دامریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له سفره یوه ورځ وروسته پیل شوی چې ډ یره شناندی وائی په دغو تاؤتریخوالو کې امریکا غوره رول لوبولی دی .