قطر د چا له دړکو نه ویریږی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i49504-قطر_د_چا_له_دړکو_نه_ویریږی
دقطر خارجه وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثانی نن په یولړ سختو خبرو کې ویلی دی و قطر پخپل بهرنی سیاست کې هرډول دخالت ردوی اودچا دړکې هم نه منی . دا په داسې حال کې دی چې دسعودی عربستان خارجه وزیرعادل الجبیر په یولړ سپین سترګو څرګندونو کې پر قطر غږ کړی چې د رامینځةشوی بحران دحل لپاره دې پخپل سیاست بیا کتنه وکړی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jun 08, 2017 15:15 Asia/Kabul
  •     قطر د چا له دړکو نه ویریږی

دقطر خارجه وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثانی نن په یولړ سختو خبرو کې ویلی دی و قطر پخپل بهرنی سیاست کې هرډول دخالت ردوی اودچا دړکې هم نه منی . دا په داسې حال کې دی چې دسعودی عربستان خارجه وزیرعادل الجبیر په یولړ سپین سترګو څرګندونو کې پر قطر غږ کړی چې د رامینځةشوی بحران دحل لپاره دې پخپل سیاست بیا کتنه وکړی .

دقطر خارجه وزیر  نن  دغه راز وئیلی دی ،دقطر حکومت هماغه راز ډیپلماسۍ ته  ترجیح ورکوی ، خو پخپل بهرنی سیاست کې  چا ته د لاسوهنې اجازت  هم  نه ورکوی  او په فارس خلیج سیمې کې موجوده کشمکشونه  دسیمې امنیت اوثبات ګواښی   او باید  دسیمې هیوادونه  په دې باب کومه  حل لاره ولټوی .  هغه په عین حال کې  وئیلی دی دترکیه پوځی ځواک  په سیمې کې دامنیت دټینګولو لپاره قطر ته  لیږدول کیږی .

 محمد بن عبدالرحمن  آل ثانی ټینګار کړی  قطر دخپل پرمختګ او بریالیتوبونو  په علت  دځینو هیوادونو له خوا  له انزوا سره مخامخ دی  او دقطر حکومت  له هیچا سره کومه دښمنی نه لری .

 دقطر خارجه وزیر  وئیلی دی، قطر هیواد  هیڅکله هم  دخپلو خوراکی موادو  دتامینیدو په باب اندیښنه نه لری  او  دایران اسلامی جمهوریت  دقطر لپاره  دخوراکی موادو  دتامینولو په موخې سره  خپل چمتووالی اعلان کړی دی  او په دې خاطر ئې خپل درې بندرونه هم  مخصوص کړی دی .

سعودی عربستان ،بحرین ،امارات  او مصر  په یو وخت  له قطر سره  د ډیپلوماټیکو اړیکو په غوڅولو سره  دغه هیواد ته هرډول هوائی او سمندری سفرونه  لغوه کړی  او قطر ته  ئې خپلې مځکنۍ لارې هم تړلی دی  اوپر قطر ئې غږ کړی چې   د فلسطین دمبارزو ډلو او دمصر  اخوان المسملین غورځنګ ملاتړ دې غوڅ کړی او  دایران له پلویتوبه دې لاس واخلی  او دسعودی عربستان دسیاستونو پیروی دې وکړی .