ترکیه له قطر څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکوی
فرانس پریس آژآنس له انقرې راپورورکړ د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون په استانبول کې په یولړ څرګندونو کې ویلی دی ،تر نن پورې مو ونه لیدل چې قطر له ترهه ګرۍ ملاتړ کړی وی .
هغه همداارز د هغې کلابندۍ د بشپړ لغوه کیدا غوښتنه هم کړې چې دقطر په ضدغوره شوې ده او دغه راز ئې عربستان هڅولې څو خپله مشری دې په سیمې کې دښو اړیکو د دپراخولو اوټینګولو لپاره نندارې ته وړاندې کړی .
دترکیې ولسمشر همدرااز له دې مخکې په پارلیمان کې یو قانون تصویب کړی چې په قطر کې په یوه پوځی مرکز کې د دغه هیواد پوځی ځواک دیره کیدا اټکل کوی . دغه اقدام د دوحې له حکومته دملاتړ په معنا ګڼل کیږی .
همداراز د عربی نړۍ یوه شناندی او د غزې پوهنتون یو استاد رائع صالحه هم په القدس العزبی ورځپاڼې په یوې شننې کې لیکلی دی ، له قطر سره د عربستان اختلافات دامریکائی کارپوهان واوشناندو له نظره،یوازې داسلامی ډلوڅخه دملاتړ ، د آزادو مطبوعاتو او له ایران سره داړیکو پشمول اعلان شویو دلیلونو ته نه محدودیږی ،بلکې نوره اساسی دلیلونه هم لری چې داسرائیلو له نیواکګر رژیم سره اړوندیږی او دقطر په ضد دعربستان له اقتصادی اوسیاسی بندیزونو ګټه پورته کوی. او د دغې ټولې شخړې ترشا امریکا اوسرائیل لاس لری څو اسلامی امت سره وویشی .