عربستان په سیمه کښې دترهګرۍ ستر مرکز دی .
-
سعودي عربستان په سیمه او دنیا کښې د ترهګرۍ او د وهابیت دمنحرفی فرقې ستر مرکز ګڼل کیږي .
په عراق کښې دیمن دانصار الله غورځنګ سیاسی استازی محمد الیمنی له ایرنا خبری اژانس سره په مرکه کښې دتهران دترهګرو حملو د غندلو په ترڅ کښې دسعودی عربستان ال سعود رژیم دسیمې د مصیبتونو دعامل په توګه یاد کړ او عربستان یې په سیمه کښې د ترهګرۍ او د وهابیت د مرکز په توګه وباله .
هغه په تهران کښې د وروستیو ترهګرو حملو په مناسبت د چې د اولسو(۱۷) کسانو دشهیدیدا او د دوه پنځوسو (۵۲)نورو کسانو د ژوبلیدا سبب شوې دتسلیت دویلو په ترڅ کښې وویل سعودی عربستان څو میاشتې مخکې ګواښ کړی وو جنګ به دایران داخل ته وغزوی او دتهران وروستۍ ترهګرې حملې دعربستان ددغه ګواښ عملی نښه ده .
په عراق کښې دیمن دانصار الله ولسی غورځنګ سیاسی استازی محمد الیمنی وویل سعودی عربستان په سیمه او دنیا کښې د ترهګرۍ او د وهابیت دمنحرفی فرقې ستر مرکز ګڼل کیږی او ریاض دداعش او دنورو ترهګرو ډلو د وسلو او پیسو ستر ملاتړی دی .
هغه وویل یوازې دایران اسلامی جمهوریت نه دی چې دسعودی عربستان تر ملاتړ لاندې دداعش ډلې له ترهګرۍ کړیږی بلکې دیمن ملت د عراق او دسورې او دسیمې دنورو هیوادونو ولسونه هم له داعش او نورو ترهګرو ډلو کړیږی .