دسوریې پوځ دداعش تدارکاتی لارې غوڅې کړی .
-
داعش ډلې په عراق او سوریې کښې سخته ماتي خوړلي ده او دتښتیدا په حال کښې ده .
ایرنا خبری اژانس وایی دسوریې دپوځ قوماندنۍ پرون وویل وسله والو ځواکونو په بادیه سیمه کښې د پوځی عملیاتو لومړنی (۱)پړاو ترسره کړ او وتوانیدل دالتنف سیمې له شمال ختیځ څخه دعراق سرحدونو ته ورسیږی او د تدمر ښار دجنوب او ختیځ دعملیاتو له وخت راهسې په بادیه کښې تر شل زره(۲۰۰۰۰) کلومیټره مربع ځمکې کښې په مختلفو ستراتژیکو اډو او سیمو کنټرول ترلاسه کړی .
دسوریې پوځ دې ته په اشارې سره چې دغه بریالیتوب له ترهګرۍ سره په مبارزې کښې ستراتژیک بدلون دی او دعراق سرحد ته نږدې د سوریې په بادیه سیمه کښې دپوځی عملیاتو لپاره پیلامه ده وویل په دغو عملیاتو کښې په سلګونو داعش غړی هلاک شوی او له مختلفو لارو ددغه ترهګرې ډلې تدارکاتی او دملاتړ لارې غوڅې شوی دی .
داعش ډلې په عراق او سوریې کښې سخته ماتی خوړلی ده او دتښتیدا په حال کښې ده خو امریکا دالوتکو له لارې دغه ډلې ته وسلې او خوراکی شیان رسوی چې د داعش ډلې دماتی مخه ونیسی .