تیل، وسله اونشه ایز توکی او د استعمار تمه دارې سترګې
په نړۍ کې دخورا ستر تجارت دتیلو تجارت دی. هغه خلک چې تیل کنټرولوی ، په حقیقت کې ئې د نړۍ اقتصاد په کنټرول کې وی او دغه راز د نړۍ دوهم ستر تجارت هم وسلې دی او او د دې په اهمیّت له دې پوهیدلی شو ، چې دنړۍ دخورا ستر اقتصادی قدرت یعنی دامریکا پنځوس فی صدی عائیدات د وسلو له خرڅلاؤه ترلاسه کیږی او په همدې خاطر په نړۍ کې دجنګونو دوام دامریکا په ګټه دی .
زمونږخبریال راپورراکوی ، د ۲۰۰۱کال د ستمبر دیولسمې نیټې له پیښو وروسته زیاتره لیکوالان ، خبریالان او په کینیډا کې د پوهنتون دیوه استاد پروفیسر میشلیوشوسودفسکی په څیر متفکران اوپوهان په دې اند دی چې دستمبر دیولسمې غمیزه دپانګوالو په تیره بیا دامریکا په وسیله د سی آئی اې په څیر د هغو استخباراتی ادارو په ملګرتیا سره رامینځةکړې ده ، چې نن سبا له ختیځې او جنوب ختیځې آسیا رانیولې تر مینځنۍ آسیا اومینځنی ختیځّه رانیولې تر شمالی افریقا پورې ئې دجاسوسۍ لومې غَزَولی دی او سپیرۀ فعالیتونه کوی .
ډیری لویدیځی لیکوالان او څیړاند باوری دی چې په لویدیځ کې دپانګو خاوندان چې دختیځ بلاک له دړې وړې کیدا و د کمیونزم له ماتې وروسته په درستې نړۍ کې د د یوه واحد زبرځواک او یا دپولیس میَن د رول لوبولو په فکر کې شول ، نو لویدیځی پانګوالو د استخباراتی ادارو او اورګانونو په وسیله دنړۍ په زیاتره هیوادونو کې تر ډیر وخت پورې د وسلو تجارت ته مخه کړ ې او د دغه تجارت دځلولو لپاره ئې ډیرې زیاتې هلې ځلې کړی دی څو په دائمی ډول د وسلو غوښتنه او ضرورت موجود وی او دغه بازار چې په شلمې پیړۍ کې هم ډیر غوړیدلی ؤ ، په یویشتمې پیړۍ کې ئې دغه ځلا او پراختیا څو چنده زیاته شوه . دنړۍ په بیلابیلو سیمو په تیره بیا په منیځنی ختیځ کې ئې دهیوادنو ترمینځ د شخړو اولانجو زمینې برابرې کړې او په هرې اندازې سره چې په هیوادونو کې نښتې او تاؤتریخوالی لازیات وی ، لویدیځی پانګوالو لپاره د وسلو پیر پلور زمینه هم برابریږی . لکه څنګه عربی هیوادونه او دهغو په سر کې سعودی عربستان دلویدیځ دپانګوالو د وسلو داخستو لپاره حتی دهغوی چاپلوسی هم کوی .
په همداوروستیو کې داسلامی عربی هیوادونو او دامریکا دائیتلاف په وروستۍ غونډې کې چې د ۱۳۹۶لمریز کال د غوای دمیاشتې په یودیرشمه نیټه په ریاض کې جوړه شوه ، دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم په ځانګړی توګه دغې غونډې ته وبلل شو . هغه چې پخپله یو تاجر او هغه هم یو دوکه باز تاجر دی ، په دغې غونډې کې ئې د لویدیځ دپانګوالو په نمایندګۍ ګډون وکړ، او د پنځوسو اسلامی عربی هیوادونو مشرانو ئې ډیر زیات احترام وکړ اووتوانید یوازې له سعودی عربستان سره د یوسل لس میلیارډ ډالرو په ارزښت دوسلو دپیرپلور تړون لاسلیک کړی .
باید ووئیل ، چې په عربانو دوسلو خرڅلاؤ له دې سره مشروط دی چې داسرائیلو په ضد به ترې استفاده نه کوی .پر میلیارډی ډالرو تړونونو سربیره ، ملک سلمان بن عبدالعزیز ډونالډ ټرمپ اود هغه کورنۍ ته دڅو سوه میلیون ډالرو په ارزښت ګرانبیّه ډالۍ هم ورکړې چې په هغو کې یوه هغه کشتۍ هم شامله ده چې یوازې دهغې بیّه اته سوه میلیون ډالره ده.
داپه داسې حال کې دی چې سعودی عربستان ته له سفره د ډونالډ ټرمپ دستنیدا څو ورځې لا تیرې نه وې چې دامریکا په بشپړ ملاتړسره د عربانو منیځ تَشی یا ډَډ ائیتلاف سره دړې وړې شو او له دغه ائیتلافه قطر ووت او دځینو عربو هیوادونو له خوا پرې بندیزونه ولګیدل او په دې توګه سعودی عربستان ته پخپل سفر کې ډونالډ ټرمپ په فارس خلیج حوزې کې د نفاق په رامینځةکولو او دجنګ دخطرې دټلۍ په کړنګیدا سره ئې دوسلو دخرڅلاؤ لپاره لازیاته زمینه برابره کړه او سره له دې چې په قطر کې دامریکا خورا ستر پوځی مرکز دی ، ټرمپ له سعودی عربستان سره د دغه هیواد په شخړې کې قطر ته شا کړه، او دا بریښوی چې امریکا په حقیقت کې دیوه هیواد دوست هم نه دی او د دغه هیواد لپاره یوازې خپلې ګټې مهمې دی . که نن ئې قطر ته شاکړې، چې البته ممکنه ده د دغې شیخ میشته سیمې یعنی دقطر دشیخانو دخورجینې د خلاصولو لپاره دا یو تاکتیک وی ، اوسبا سعودی عربستان ته هم دهمدغه تاکتیک په کارولو سره شا کولی شی ،څو بیا ئې هم وَلیشی .ځکه عرب شیخان دیوه سازباز په اساس ل امریکا سره معاملې کوی او سازباز هم لګښت غواړی . البته دنړۍ د دریم ستر تجارت په باب چې دنشه ایزو توکو تجارت دی په راتلونکی کې به ئې له تاسو سره سپړل شریک کړوو .
(لیکوال : عاشق حسین طوری )