د سنی علماو ټولنې د قطر محاصره ناجایزه وبلله
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i49724-د_سنی_علماو_ټولنې_د_قطر_محاصره_ناجایزه_وبلله
د نن ټکی آسیا د رپوټ له مخې د سنی علماو په نامه نړیوالې ټولنې د یوې اعلامیې په خپرولو سره پر قطر باندی د سعودی، اماراتو، بحرین او مصر له لوری هر اړخیز بندیزونه او محاصره د شریعت خلاف بللې ده او یوه خبرپاڼه یې نشر کړې چې تر سلو زیاتو علماو ورباندی لاسلیکونه کړی دی، د بیان مهم او اساسی ټکې په داډول دی:
(last modified 2024-08-04T07:10:57+00:00 )
Jun 11, 2017 16:59 Asia/Kabul
  • د سنی علماو ټولنې د قطر محاصره ناجایزه وبلله

د نن ټکی آسیا د رپوټ له مخې د سنی علماو په نامه نړیوالې ټولنې د یوې اعلامیې په خپرولو سره پر قطر باندی د سعودی، اماراتو، بحرین او مصر له لوری هر اړخیز بندیزونه او محاصره د شریعت خلاف بللې ده او یوه خبرپاڼه یې نشر کړې چې تر سلو زیاتو علماو ورباندی لاسلیکونه کړی دی، د بیان مهم او اساسی ټکې په داډول دی:

۱- پر قطر باندی بندیزونه او محاصره شرعا ناجایز ده.۲- محاصره باید ژر تر ژره ختمه شی.۳- د مسلمانو هیوادونو په منځ کې باید د ورورولۍ پر اساس تعامل وشی.۴- د اشغالګرو صهیونېسټانو په خلاف جهاد یو مشروع کار دی، باید له مرستو یې څوک په شا نه شی.۵- هغه دینی شخصیتونه چې د قطر د محاصرې په حق کې بیانونه ورکړی دی، هغه ټول سیاسی اړخ لری، د شریعت نه لیری دی.۶- هغه عسکر او ضابطان چې د محاصرې په تطبیق کې شریک دی، معاش یې حرام دے.۷- د علماو نومونه د ټروریزم په تور لیسټ کې اچول د نبی اکرم صلی الله علیه و آله وسلم د وارثانو په حق کښې لوے جرم دے.۸- هغه علماو چې د حق تر څنګ ودرېدل، او د خداے په لاره کښې وېره ونه کړه، د ستاینې وړ دی.