عربستان په سوریه کښې په روانه ترهګرۍ کښې پوره لاس لري
د سوریې د خارجه وزیر مرستیال په خپل هیواد کښې د ترکیې په رول باندې په نیوکې سره عربستان په سوریه کښې په روانه ترهګرۍ کښې د ترټولو زیات دخالت کونکي هیواد په توګه یاد کړ.
د سوریې د خارجه وزیر مرستیال په خپل هیواد کښې د ترکیې په رول باندې په نیوکې سره عربستان په سوریه کښې په روانه ترهګرۍ کښې د ترټولو زیات دخالت کونکي هیواد په توګه یاد کړ.
مهر خبري آژانس لیکلي چې د سوریې مرستیال خارجه وزیر فیصل المقداد، آستانه-۵ مذاکراتو ته په اشارې سره څرګنده کړه: سوریه د ترکیې په رول اعتماد نه لري ځکه چې د ترهګرۍ او ترهګرو ډلو ملاتړې ده او دا خبره له هیچا پټه نه ده.
هغه څرګنده کړه: په آستانه-۵ بهیر کښې له روسي او ایراني دوستانو سره ګډه مرسته وشوه ځکه چې دا یوه داسې لاره ده چې مطلوب هدف ته د رسیدو سبب کیږي.
فیصل المقداد ټینګار وکړ: عربستان په سوریه کښې په روانه ترهګرۍ کښې پوره لاس لري.