دقطر په ضد بندیزونه غیر قانونی دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i49846-دقطر_په_ضد_بندیزونه_غیر_قانونی_دی
فرانس پریس آژانس راپور ورکړ دقطرخارجه وزیرشیخ محمدبن عبدالرحمان آل ثانی بیګا دفرانسې په پاریس کې دهغو تورونو په باب دشفافو خبر اترو غوښتنه وکړه چې پر قطر لګول شوی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 13, 2017 07:43 Asia/Kabul
  • دقطر په ضد بندیزونه  غیر قانونی دی

فرانس پریس آژانس راپور ورکړ دقطرخارجه وزیرشیخ محمدبن عبدالرحمان آل ثانی بیګا دفرانسې په پاریس کې دهغو تورونو په باب دشفافو خبر اترو غوښتنه وکړه چې پر قطر لګول شوی دی .

عبدالرحمن  آل ثانی  د هر هغه څه په باب دخبرواترو لپاره دقطر  دګروهنې خبر ورکړ چې دفارس خلیج  له امنیت سره اړوندیږی .

 دقطر خارجه وزیر  همداراز  د وروستی تاؤتریخوالی په باب  دفارس خلیج دملګرتیا شورا  او عربی اتحادئې   په چپتیا اوکمزوری دریځ هم سخت ټکونه وکړل او وې ویل ،  په دغه ډول شرائطو کې سیمه ایز اورګانونه باید  ځیر اوهوښیار  ووسی  ،خو  دغو دواړو  سترو اورګانونو چپتیا غوره کړې ده او یا ئې ډیر کمزوری او شکمن  دریځ غوره کړی دی .

 سعودی عربستان ،متحده عربی اماراتو  او مصر دجون په پنځمه نیټه  اعلان کړی چې  له افراطیانو څخه  د قطر  دشیخانو دملاتړ ونو په دلیل ئې  له قطر سره  خپلې اړیکې  ځنډولی دی .  دوحې  ته د دغو هیوادونو او له  دوحې دغو هیوادونو ته ئې ټول  الوتونه  هم لغوه کړی او دقطر دملی  الوتنې دشرکت دفترونه  ئې هم تړلی دی .

ډیری شناندی اولیکوالان وائی  چې  دا ټوله درز اونفاق  سعودی عربستان ته د  امریکا دولسمشر ډونالډ ترمپ دسفر  نتیجې دی  چې   په سیمې کې ئې د نفاق  دتخم  د کرلو لپاره دغه سفر  کړی .