امریکا اوملګری متحدان ئې د ترهه ګرۍ بشپړ ملاتړ کوی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i50234-امریکا_اوملګری_متحدان_ئې_د_ترهه_ګرۍ_بشپړ_ملاتړ_کوی
د ملګرو ملتو دامنیت شورا پریکړه لیکونه ، دهغو کسانو او وسلوالو او مالی ملاتړو پر سزاکول ټینګار کوی ، چې دترهه ګرو له منتقلولو سره مرستې کوی ، خو دغه قوانین نه اجرا کیږی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jun 18, 2017 01:17 Asia/Kabul
  • امریکا اوملګری  متحدان ئې   د ترهه ګرۍ بشپړ ملاتړ کوی

د ملګرو ملتو دامنیت شورا پریکړه لیکونه ، دهغو کسانو او وسلوالو او مالی ملاتړو پر سزاکول ټینګار کوی ، چې دترهه ګرو له منتقلولو سره مرستې کوی ، خو دغه قوانین نه اجرا کیږی .

ایرناخبری آژانس راپورورکړ   دسورئې دولسمشر  دسیاسی اورسانئ چارو سلاکارې میرمن بثینه  شعبان  پرون  په دمشق کې  دسورئې په چارو کې د چین له  ځانګړی استازی  شیه شیائویان سره په کتنې کې  دې ته په اشارې سره چې  دمقاومت  دچورلیز هیوادونه    دروسیې اوچین په ملاتړ سره  دترهه ګرۍ دلمن دپراختیا په مقابل کې دریدلی دی  ،روښآنه کړې ؛  د  ملګرو  ملتو دامنیت شورا پریکړه لیکونه ،  دهغو کسانو او  وسلوالو  او مالی  ملاتړو پر سزاکول ټینګار کوی ، چې  دترهه ګرو   له منتقلولو سره مرستې کوی ، خو دغه قوانین   نه اجرا کیږی .

هغې  همداراز  دامریکاله خوا دسورئې  دپوځ  د مورچلو په مستقیم ډول    په نښه کیدا ته په اشارې سره  وویل ،د  امریکا او د داعش  تکفیری ترهه ګرې ډلې  مشترکه موخه د واشنګټن اوصهونیسټ رژیم   په ګټه دسیمې  ویشل او د توان  کمزوری کولو اوویشلو   لامل کیږی

دسورئې په چارو  کې دچین ځانګړی استازی   هم په دغې کتنې کې  وویل ،  ترهه ګری  یوه نړیواله خطره ده چې  ټول ګواښی  او نړیواله ټولنه باید  دهغې د  نابودۍ لپاره  ملګرتیا وکړی .

شیه شیائویان  همداراز  له سورئې دچین   دملاتړ پر دوام  په ټولو زمینو  کې  د دواړو هیوادونو ترمینځ  دملګرتیاؤ اواړیکو   دپیاوړتیا لپاره پر هڅې  ټنیګار وکړ .