اروپائی رسنیو هم دایران توغندوی حملې ته ډیر زیاتانعمکاس ورکړی دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i50376-اروپائی_رسنیو_هم_دایران_توغندوی_حملې_ته_ډیر_زیاتانعمکاس_ورکړی_دی
په سورئې کې د داعشیانو پر مرکزی قوماندې د ایران د سپاه پاسدارانو توغندی ناتار په اروپائی رسنیو کې ډیر زیات انعکاس درلودلی دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jun 19, 2017 15:04 Asia/Kabul
  • اروپائی رسنیو هم دایران توغندوی حملې ته ډیر زیاتانعمکاس ورکړی دی

په سورئې کې د داعشیانو پر مرکزی قوماندې د ایران د سپاه پاسدارانو توغندی ناتار په اروپائی رسنیو کې ډیر زیات انعکاس درلودلی دی .

زمونږخبریال راپورراکړ   دجرمنی فرانکفرټ آلګماینه  ورځپاڼې  نن  په یوې ځانګړی مقالې کې لیکلی دی ، دایران  دتوغندوی حمله ،  دتهران  دترهه ګرو حملو  غچ اخستل ؤ  چې  په دیرالزور کې ئې دترهه ګرو پر سر وورول .

دآسټریاسټنډرډ  ورځپاڼې  هم لیکلی دی ، دا دسورئې په جنګ کې لومړنی ځل دی چې  دغه توغندوی حمله دترهه ګرو اودهغوی دملاتړو  لپاره  یو خبرداری  دی چې که  په ایران کې دهغوی ترهه ګرې حملې تکرار شی ،  نو جهنم ته به ئې   لاره وربرابره کړی .

 دایټالیا رای نیوز ۲۴، تی جی کوم ۲۴ چینلونو هم  په سورئې کې د   داعشیانو پر مرکز  داسلامی ایران دسپاه پاسدارانو   توغندوی حمله  په تهران کې  د دغې ډلې دعناصرو  د دوو ترهه ګرو حملو  ځواب وباله. کرونس خبری آژانس هم  دایرانیو توغندیویلغار  پر افراط پالو  ستره حمله وبلله .

 په اسپانیا کې  افه خبری آژانس  او   آل مونډو اولاوانګواردیا ورځپاڼو  هم پخپلو راپورونو کې  د داعش په ضد ایران دتوغندوی  عملیاتو ته ډیرا نعکاس ورکړی دی.

 همداراز دصربیا تاینوګ  خبری آژانس   او د دغه هیواد دبیلابیلو مطبوعاتو پشمول  نورو رسنیو  هم  په سورئې کې د داعشیانو پر مرکز دایران د سپاه پاسدارانو   توغندوی حملې ته ډیر پوښښ ورکړی دی .