اروپائی رسنیو هم دایران توغندوی حملې ته ډیر زیاتانعمکاس ورکړی دی
په سورئې کې د داعشیانو پر مرکزی قوماندې د ایران د سپاه پاسدارانو توغندی ناتار په اروپائی رسنیو کې ډیر زیات انعکاس درلودلی دی .
زمونږخبریال راپورراکړ دجرمنی فرانکفرټ آلګماینه ورځپاڼې نن په یوې ځانګړی مقالې کې لیکلی دی ، دایران دتوغندوی حمله ، دتهران دترهه ګرو حملو غچ اخستل ؤ چې په دیرالزور کې ئې دترهه ګرو پر سر وورول .
دآسټریاسټنډرډ ورځپاڼې هم لیکلی دی ، دا دسورئې په جنګ کې لومړنی ځل دی چې دغه توغندوی حمله دترهه ګرو اودهغوی دملاتړو لپاره یو خبرداری دی چې که په ایران کې دهغوی ترهه ګرې حملې تکرار شی ، نو جهنم ته به ئې لاره وربرابره کړی .
دایټالیا رای نیوز ۲۴، تی جی کوم ۲۴ چینلونو هم په سورئې کې د داعشیانو پر مرکز داسلامی ایران دسپاه پاسدارانو توغندوی حمله په تهران کې د دغې ډلې دعناصرو د دوو ترهه ګرو حملو ځواب وباله. کرونس خبری آژانس هم دایرانیو توغندیویلغار پر افراط پالو ستره حمله وبلله .
په اسپانیا کې افه خبری آژانس او آل مونډو اولاوانګواردیا ورځپاڼو هم پخپلو راپورونو کې د داعش په ضد ایران دتوغندوی عملیاتو ته ډیرا نعکاس ورکړی دی.
همداراز دصربیا تاینوګ خبری آژانس او د دغه هیواد دبیلابیلو مطبوعاتو پشمول نورو رسنیو هم په سورئې کې د داعشیانو پر مرکز دایران د سپاه پاسدارانو توغندوی حملې ته ډیر پوښښ ورکړی دی .