قطر دځان پرضد د بندیزونو دختمیدا غوښتنه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i50466-قطر_دځان_پرضد_د_بندیزونو_دختمیدا_غوښتنه_وکړه
زمونږ خبریال وایی د قطر دبهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن ال ثانی وویل ترڅو چې ګاونډیو عربو هیوادونو ددوحې پرضد تجارتی او د سفر بندیزونه ختم نه وی کړی دوحه به د فارس خلیج دعربو هیوادونو د شخړې دختمولو لپاره هیڅ خبرې ونکړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 21, 2017 01:23 Asia/Kabul
  • قطر پرون دترکیې له عسکرو سره پوځي مانوره ترسره کړه چې خپل قدرت نندارې ته وړاندې کړي .
    قطر پرون دترکیې له عسکرو سره پوځي مانوره ترسره کړه چې خپل قدرت نندارې ته وړاندې کړي .

زمونږ خبریال وایی د قطر دبهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن ال ثانی وویل ترڅو چې ګاونډیو عربو هیوادونو ددوحې پرضد تجارتی او د سفر بندیزونه ختم نه وی کړی دوحه به د فارس خلیج دعربو هیوادونو د شخړې دختمولو لپاره هیڅ خبرې ونکړی .

هغه وویل قطر اوس هم دغه عقیده لری چې دشخړې دختمولو لپاره حل لاره شته .

هغه وویل قطر چمتو دی چې په خبرو اترو او له مخکې څخه په ټاکل شویواصولو سره دنورو عربو هیوادونو اندیښنې ختمې کړی خودغه خبره یې تکرار کړه چې له خبرو مخکې باید ددوحې پرضد لګیدلی  بندیزونه ختم شی .

دقطر دخارجه چارو وزارت شیخ محمد بن عبدالرحمن ال ثانی وویل چې دې به راتلونکی اونۍ امریکا ته ورشی چې ددوحې پرضد دلګیدلیو بندیزونو په وجه   له ترهګرۍ سره په نړیوالې مبارزې د اغیزونو په اړه د واشنګټن له چارواکو سره خبرې وکړی .

هغه وویل قطر او امریکا له یوبل سره کلکې اړیکې لری او مونږ دترهګرۍ پرضد په نړیوال ائتلاف کښې یوځاې ګډ شریکان یوو .

متحده عربی اماراتو چې له سعودی عربستان، بحرین او مصر سره یوځاې یې د امریکا او داسرائیلو په حکم سره د قطر پرضد بندیزونه لګولی دی وویل ترڅو چې قطر د عربو هیوادونو غوښتنې نه وی منلی نو ددوحې پرضد لګیدلی بندیزونه به څو کاله دوام ولری .

قطر د سعودی عربستان، متحده عربی اماراتو، بحرین او دمصر لخوا لګیدلی تورونه په کلکه رد کړی دی .

دغو څلورو(۴) عربو هیوادونو په قطر تور لګولی دی چې دترهګرۍ ملاتړ کوی او په سیمه کښې بې ثباتۍ رامینځته کوی او ددوې له دښمن هیواد ایران سره نږدې اړیکې لری .

دغه راز قطر پرون دترکیې له عسکرو سره پوځی مانوره ترسره کړه چې خپل قدرت نندارې ته وړاندې کړی .