دعربستان تیریګرویمن ته د مرستندویه کاروان اوخبریالانو د تلومخه ونیوله
زمونږخبریال راپوروراکړ سی این این ټیلیویژنی چینل په یوه راپور کې په یمن کې ځینو سیمو ته درسیدو لپاره په تیرو دووکلونو کې ترسره شویو هلوځلو ته په اشارې سره چې دجنګ له امله ډیرې تاوانی شوی دی وئیلی دی ، عربستان دهغو نوزیږو او ماشومانو پشمول داوه میلیون انسانانو دتصویرونو څخه چې په یمن کې د لوږې او قخطئ قربانیان دی . مخنیوی کوی .
دغه خبری چینل دې ته په اشارې سره چې دیمن د خلکو د مرسته غوښتنې چغې هیڅوک نه آوری راپور ورکړ په یمن کې د عربستان څه دپاسه دوه کلن جنګ لامل شوی دی ډیر زیات خلک په کیمپونو کې پناه واخلی او ډیر زیات نوزیږی هم له ناوړه خواړو وکړیږی .
د دغه راپور په اساس دسیمې خلک باوری دی د ۲۰۱۷په مئ میاشت کې ریاض ته د امریکا دولسمشر ډونالډ ټرمپ سفر آل سعود رژیم لا سپین سترګی کړی او په یمن کې جنګ هم په یوه خاموش جنګ بدل شوی دی .
دملګروملتو یوه چارواکی سی این این ته وئیلی دی ، عربتسان او دیمن د مستعفی شوی ولسمشر عبدربه منصور هادی عوامل د دغه هیواد پلازمینې صنعا ته د خبریالانو او د مرستندویه اورګانونو کارکونکو ته د ورتلو اجازت نه ورکوی .