قطر به ډير زر دڅلورعربو هیوادونو دیارلسو غوښتنو ته ځواب ورکړي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i50666-قطر_به_ډير_زر_دڅلورعربو_هیوادونو_دیارلسو_غوښتنو_ته_ځواب_ورکړي
زمونږخبریال دالجزیره ټيلیویژني چینل له قوله راپور راکړی ، دقطر خارجه وزارت نن سهار وختي له قطر سره د ډيپلوماټيکو اړیکو دبیا پیلولول لپاره دعربستان ،بحرین ،اماراتو اومصر دشرطونو په ځواب کې اعلان کړی ، دوحه د هغو دیارلسو شرطونو چې دغو هیوادونو دکویت له لارې وړاندې کړي دي ،سپړي او ډير زر به ورته ځواب ورکړي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 24, 2017 01:53 Asia/Kabul
  • قطر به ډير زر دڅلورعربو هیوادونو دیارلسو غوښتنو ته ځواب ورکړي

زمونږخبریال دالجزیره ټيلیویژني چینل له قوله راپور راکړی ، دقطر خارجه وزارت نن سهار وختي له قطر سره د ډيپلوماټيکو اړیکو دبیا پیلولول لپاره دعربستان ،بحرین ،اماراتو اومصر دشرطونو په ځواب کې اعلان کړی ، دوحه د هغو دیارلسو شرطونو چې دغو هیوادونو دکویت له لارې وړاندې کړي دي ،سپړي او ډير زر به ورته ځواب ورکړي .

 د دغې اعلامیې په دوام کې راغلي دي ،  قطر  درامینځة شوي  بحران دحل لپاره دکویت   دهلو ځلو قدرونه  کوي .

راپورونه ښئ   د څلورو عربو هیوادونو له خوا له قطر سره دډيپلوماټيکو اړیکو د بیا پیلولو لپاره  په شرطونو کې  دالجزیره ټيلویژني چینل چټي کول ،  دترکیې دپوځي  اډو سملاسي بندول   او  دقطر په داخل کې د دوحې او انقرې  دهر ډول پوځي ملګرتیا غوڅول  او له تهران سره  ددوحې دډيپلوماټيکو اړیکو  کمول  او دغه راز   دلبنان له حزب ا.... او  اخوان  ا لمسلمین  غورځنګ سره  د دغه هیواد داړیکو  غوڅول  شامل دي. دغو څلور عربو هیوادونو قطر ته لس ورځې مهلت ورکړی څو دهغوي په غوښتنو عمل وکړي .