قطر به ډير زر دڅلورعربو هیوادونو دیارلسو غوښتنو ته ځواب ورکړي
زمونږخبریال دالجزیره ټيلیویژني چینل له قوله راپور راکړی ، دقطر خارجه وزارت نن سهار وختي له قطر سره د ډيپلوماټيکو اړیکو دبیا پیلولول لپاره دعربستان ،بحرین ،اماراتو اومصر دشرطونو په ځواب کې اعلان کړی ، دوحه د هغو دیارلسو شرطونو چې دغو هیوادونو دکویت له لارې وړاندې کړي دي ،سپړي او ډير زر به ورته ځواب ورکړي .
د دغې اعلامیې په دوام کې راغلي دي ، قطر درامینځة شوي بحران دحل لپاره دکویت دهلو ځلو قدرونه کوي .
راپورونه ښئ د څلورو عربو هیوادونو له خوا له قطر سره دډيپلوماټيکو اړیکو د بیا پیلولو لپاره په شرطونو کې دالجزیره ټيلویژني چینل چټي کول ، دترکیې دپوځي اډو سملاسي بندول او دقطر په داخل کې د دوحې او انقرې دهر ډول پوځي ملګرتیا غوڅول او له تهران سره ددوحې دډيپلوماټيکو اړیکو کمول او دغه راز دلبنان له حزب ا.... او اخوان ا لمسلمین غورځنګ سره د دغه هیواد داړیکو غوڅول شامل دي. دغو څلور عربو هیوادونو قطر ته لس ورځې مهلت ورکړی څو دهغوي په غوښتنو عمل وکړي .