سعودي شاهزادګانو د محمد بن سلمان له ولیعهدۍ سره مخالفت وکړ
یوشمیر سعودي شهزادګانو د عربستان باچا ته د یو لیک په لیږلو سره د دغه هیواد دولیعهد په توګه د محمد بن سلمان له غوره کیدو سره په رسمي توګه مخالفت وکړ.
ایرنا د العهد خبري سایټ له قوله لیکلي چې ۲۱ تنه سعودي شاهزادګانو د عربستان باچا سلمان بن عبدالعزیز ته د یو لیک په لیږلو سره په عربستان کښې د آل سعود د واکمنۍ په راتلونکي باندې د دې کار د خطرناکو پایلو او د سعودي مشرانو ترمینځ د اختلاف رامینځته کیدو او پر دغه هیواد د واکمن رژیم د سره پاشل کیدو خبرداری ورکړ.
سعودي شاهزادګانو ټینګار کړی چې د عربستان د راتلونکي باچا په توګه د محمد بن سلمان غوره کیدل به د آل سعود واکمني له یو نامعلوم راتلونکي سره مخامخ شي.
محمد بن سلمان په داسې حال کښې د عربستان د نوي ولیعهد په توګه معرفي شو چې پلار یې د دغه هیواد د مخکښني باچا ملک عبدا... د وصیت پرخلاف وړومبی د هغه وخت وليعهد مقرن بن عبدالعزیز څنګته کړ او بیا یې محمد بن نایف له دغه مقامه لرې کړ څو باچاهۍ ته د خپل زوي محمد بن سلمان د رسیدو لاره هواره کړي.