د سترو دروغ وئیلو وخت تیر شوی دی
دایران د خارجه وزارت ویندوی بهرام قاسمی نن له ایسنا خبری آژانس سره په خبرو کې په عربستان کې په امنیتی ضد فعالیتونوکې دلاس درلودلو په تور د درو ایرانیودنیولو په باب دسعودی رستیو د ادعا په غبرګون کې وویل ، دسترو دروغ وئیلو اوپر نورو دتپلو وخت تیر شوی دی .
هغه ووئیل ، دسعودیانو ایرانی ضد ادعا ، بې ارزښتنه ،بې اساسه او تش دروغ دی .
قاسمی ټینګار کړی ، سعودیانو هیره کړې ده چې په نوی دور او د پوهې ، علم اوتفکر د پراختیا په اوسمهال پړاؤ کې او داطلاعاتو اوارتباطاتو دماډرن تجهیزاتو په شتون کې نور دتیرو پیړیو په اپوټه دروغ نشی وئیل کیدلی .
دایران په ضد دسعودی چارواکو ادعاګانې په داسې حال کې دی چې عربستان د تکفیری وهابی تفکر دسرچینې او دنړۍ د بیلابیلو هیوادونو په اعتراف سره ، په سیمې ک او نړۍ کې د ترهه ګرو بهیرونو په پراختیا کې مهم رول لری .