د عربستان غوښتنې غیرحقیقي دي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i51076-د_عربستان_غوښتنې_غیرحقیقي_دي
د قطر خارجه وزیر وویل: دوحه په فارس خلیج کښې د خپلو ګاونډیانو د خوښې وړ روا مسائلو په سره خبرواترو ته چمتو ده خو ځینې غوښتنې عقلي نه دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 30, 2017 12:05 Asia/Kabul
  • د عربستان غوښتنې غیرحقیقي دي

د قطر خارجه وزیر وویل: دوحه په فارس خلیج کښې د خپلو ګاونډیانو د خوښې وړ روا مسائلو په سره خبرواترو ته چمتو ده خو ځینې غوښتنې عقلي نه دي.

د العالم د خبر له مخې د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني د دې خبر په اعلانولو سره څرګنده کړه: تیره اونۍ د ترلاسه شویو غوښتنو په لیسټ کښې داسې موارد شامل دي چې له سره حقیقت نه لري او په دې وجه یې ترسره کولو هم ممکن نه دي.

د قطر لپاره د عربستان او د هغه د انډیوالانو لخوا په ټاکل شویو شرطونو کښې ډیر مهم له ایران او حزب ا... سره د دغه هیواد د سفارتي اړیکو غوڅول، د الجزیره چینل بشپړ بندول او د قطر په خاوره کښې د ترکیې د پوځي اډې ختمول شامل دي.

 آل ثاني زیاته کړه چې قطر له داعش، القاعدې او د لبنان له حزب ا... غورځنګ سره اړیکې نه شي غوڅولی ځکه چې له هغوي سره له سره اړیکې لري نه او د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران غړي هم له خپل هیواده نه شي ایستلی ځکه چې د دغه ځواک هیڅ غړی په قطر کښې نشته.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ: دې مواردو ته په پام سره قطر دې نتیجې ته رسیدلی چې د دې مهلت غرض، د نظروړ ستونزو هواری نه دی بلکې موخه یې د خپل حاکمیت له حقه د لاس اخیستو لپاره پر قطر دباو اچول دي خو مونږ دا کار هیڅکله نه کوو.