داعشی تکفیریان دسورئې له حلبه له ټولو مورچلو شاتګ وکړ
فارس خبری آژانس راپورورکړ د سورئې پوځ او متحدانو ئې پرون دحلب په جنوب ختیځ ریف کې د داعش ترهه ګرې ډلې ترهه ګر کلابند کړل او درندې مرګ ژوبلې ئې ورته واړولې .
المیادین ټیلیویژنی چینل راپورورکړی داعشی عناصر دحلب له جنوبی او ختیځی ساحو څخه له څه دپاسه درې زره مربع کلومیټر ټاټوبی څخه شاتګ کړی دی .راپورښئ داعشی تکفیریانو همداراز د سورئې ددښتې له پراخو سیمو چې د د اداری له نظره د حلب او حماه ولایتونوسره اړوندیږی ، هم شاتګ کړی دی .
دسورئې له اپوزیشن سره اړونده د دغه هیواد دبشری حقوقو ادارې هم په دې باب وئیلی دی، داعشی عناصرو په ریف حلب کې له خپلو ټولو مورچلو شاتګ کړی دی ، څو په رقه ولایت کې کې له خپلو نورو عناصرو سره مرسته وکړائ شی .
په دغه راپور کې وئیل شوی دی ، په حقیقت کې دغه شاتګ په دې معنا دی چې په حلب ولایت :ې د داعشیانو شتون په بشپړ ډول پای ته رسیږی او دسورئې پوځ بریالی شوی څو د حلب خاصر آثریا سترې لارې امنیت هم تامین کړی . د دغې ادارې په انټرنیټی سایت کې د دغه خبر په تآئیدیدا سره وئیل شوی دی ، داعشی عناصرو دحلب په جنوب ختیځ کې خپلې ټولې مورچې او مرکزونه پریښودلی دی او دغه ولایت د داعشیانوله وجوده خالی شوی دی .