داعشی تکفیریان دسورئې له حلبه له ټولو مورچلو شاتګ وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i51104-داعشی_تکفیریان_دسورئې_له_حلبه_له_ټولو_مورچلو_شاتګ_وکړ
فارس خبری آژانس راپورورکړ د سورئې پوځ او متحدانو ئې پرون دحلب په جنوب ختیځ ریف کې د داعش ترهه ګرې ډلې ترهه ګر کلابند کړل او درندې مرګ ژوبلې ئې ورته واړولې .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jul 01, 2017 03:10 Asia/Kabul
  •   داعشی تکفیریان دسورئې له حلبه  له ټولو مورچلو شاتګ وکړ

فارس خبری آژانس راپورورکړ د سورئې پوځ او متحدانو ئې پرون دحلب په جنوب ختیځ ریف کې د داعش ترهه ګرې ډلې ترهه ګر کلابند کړل او درندې مرګ ژوبلې ئې ورته واړولې .

المیادین ټیلیویژنی چینل   راپورورکړی  داعشی عناصر  دحلب له جنوبی او ختیځی ساحو څخه له څه دپاسه  درې زره مربع کلومیټر ټاټوبی څخه شاتګ کړی دی .راپورښئ  داعشی تکفیریانو همداراز  د سورئې  ددښتې  له پراخو سیمو چې  د  د  اداری له نظره  د حلب او حماه ولایتونوسره اړوندیږی ،   هم شاتګ کړی دی .

 دسورئې  له اپوزیشن سره  اړونده د دغه هیواد دبشری حقوقو  ادارې  هم  په دې باب وئیلی دی، داعشی  عناصرو په ریف حلب کې  له خپلو ټولو مورچلو شاتګ کړی دی ، څو  په رقه ولایت کې  کې له خپلو نورو  عناصرو سره مرسته  وکړائ شی . 

 په دغه راپور کې وئیل شوی دی ، په حقیقت کې دغه شاتګ په دې معنا دی  چې  په حلب ولایت :ې  د  داعشیانو شتون په بشپړ ډول پای ته رسیږی  او دسورئې پوځ بریالی شوی څو د حلب خاصر آثریا سترې لارې امنیت  هم تامین کړی .  د دغې ادارې په انټرنیټی سایت  کې  د دغه خبر په تآئیدیدا سره  وئیل شوی دی ، داعشی عناصرو  دحلب په جنوب ختیځ کې  خپلې ټولې مورچې  او مرکزونه پریښودلی دی  او  دغه ولایت د داعشیانوله وجوده خالی شوی دی .