دوحه د عربستان شرطونه نه مني
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i51172-دوحه_د_عربستان_شرطونه_نه_مني
د قطر د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې هیواد یې د اړیکو د سمولو لپاره د عربستان او د هغه د انډیوالانو شرطونه نه مني.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 02, 2017 03:32 Asia/Kabul
  • دوحه د عربستان شرطونه نه مني

د قطر د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې هیواد یې د اړیکو د سمولو لپاره د عربستان او د هغه د انډیوالانو شرطونه نه مني.

ایرنا لیکلي چې محمد بن عبدالرحمان آل ثاني بیګا په ایټالیا کښې په دې خبرې سره چې له قطر څخه د عربستان او د هغه د انډیوالو هیوادونو غوښتنې د دغه هیواد د ملي حاکمیت نقضونکې دي، وویل: دوحه به د عربستان، مصر، اماراتو او بحرین دریالس ګوني شرطونه ونه مني.

هغه زیاته کړه چې دوحه یوازې په مناسبو شرایطو کښې له عربستان او د هغه له انډیوالانو سره خبرواترو ته چمتو ده.

شیخ محمد بن عبدالرحمان آل ثانی دا څرګندونې په داسې حال کښې کړې دي چې د دوحې لخوا د عربستان او د هغه د ملګرو هیوادونو د دیارلسو شرطونو د منلو لپاره ټاکلی وخت په ختمیدو دی.