وبا په یمن کښې یونیم زر کسان ووژل
Jul 02, 2017 03:34 Asia/Kabul
د روغتیا نړیوال سازمان اعلان وکړ چې په یمن کښې د وبا په ناروغۍ له اخته شویو کسانو څخه یونیم زر کسانو سرونه بایللي دي.
په یمن کښې د روغتیا د نړیوال سازمان استازي نووِیو زګاریا پرون وویل چې د یمن له ۲۳ څخه په ۲۱ ولایتونو کښې د وبا په خوریدو سره په دغه ناروغۍ د اخته شویو کسانو شمیر ۲ لکه ۴۶ زرو ته رسیدلی دی.
د یونیسف استازې شیرین وارکي هم ویلي چې په یمن کښې د وبا له امله په وژل کیدونکو هرو څلورو کسانو کښې یو، ماشوم دی.
پر یمن د عربستان د حملو د دوام او د دغه هیواد د بیخ بیناو په تیره بیا د اوبو رسونې د شبکې په ورانیدو سره په دغه هیواد کښې د وبا ناروغي په ډیرې چټکتیا سره په خوریدو ده.
ټیګونه