له سورئې سره هیڅ ډول کیمیائی وسلې نشته
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i51298-له_سورئې_سره_هیڅ_ډول_کیمیائی_وسلې_نشته
ایرناخبری آژانس راپورورکړ دسورئې مرستیال خارجه وزیر فیصل المقداد نن په خبری کنفرانس کې ووئیل ځینی هیوادونه په سورئې کې دکیمیائی وسلو د له مینځه وړلو غوښتونکی وو چې له دغه وړاندیز سره د ورپسې پلمو داخستو لپاره موافقه ونه شوه ، او مونږ له هیواده په بهر کې د دغو وسلو دنابودۍ غوښتنه وکړه .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jul 03, 2017 16:07 Asia/Kabul
  • له سورئې سره هیڅ ډول کیمیائی وسلې نشته

ایرناخبری آژانس راپورورکړ دسورئې مرستیال خارجه وزیر فیصل المقداد نن په خبری کنفرانس کې ووئیل ځینی هیوادونه په سورئې کې دکیمیائی وسلو د له مینځه وړلو غوښتونکی وو چې له دغه وړاندیز سره د ورپسې پلمو داخستو لپاره موافقه ونه شوه ، او مونږ له هیواده په بهر کې د دغو وسلو دنابودۍ غوښتنه وکړه .

هغه زیاته کړې  دکیمیائی وسلو دبندیز دتړون  پلټونکی  په سورئې کې   هرځای ته ئې  چې غوښتل  لاړل  او دحکومت ترکنټرول  لاندې  سیمو یو ځای  هم دهغوی له ورتلو  ونه تړل شو.

 دسورئې مرستیال خارجه وزیر  ووئیل،دسورئې  ترهه ګرو ته دپناه ورکونکی ،نیواکګر او دښمن په توګه  په ترکې کې  کیمیائی وسلو دبندیز  دتړون څیړنې  ترسره شوې ، خو  دغه څیړنې هیڅ ارزښت نه لری  او د دغو څیړنو  شاهدان ترهه ګر وو .

 خبرو سرچینو   یو ځل بیا   دسورئې  په خان شیخون اوکفریا  کې دکیمیائی حملو لپاره    دالنصره جبهې  دپلانونوې خبر ورکړی دی  او  ملاتړی ئې غواړی چې پړه ئې پر سورئې نظام اوحکومت وروتپی .