سعودي تیري ګرو بیاهم پنځلس بیګناه یمنیان ووژل
Jul 04, 2017 02:59 Asia/Kabul
یمني سرچینو د تعز ولایت په یوې سیمې د سعودي جنګي الوتکو په حمله کښې د ۱۵ کسانو د وژل کیدو خبر ورکړی.
د لبنان د المیادین ټي وي د رپورټ له مخې د سعودي رژیم جنګي الوتکو د یمن د سویل لویدیځ، تعز ولایت د غربي برخې په یختل سیمه کښې په یو کور باندې حمله وکړه.
له بلې خوا د یمن امنیتي سرچینو د صنعا ولایت په بني مطر سیمې باندې د سعودي د دولسو هوايي بریدونو خبر ورکړ.
سعودي جنګي الوتکو همداشان په د یمن د مرکز په مأرب ولایت کښې پر الربیعه، هیلان، المخدره او بازار صرواح سیمو بمبار کړی چې ګڼ یمنیان یې وژلي او ژوبل کړي دي.
ټیګونه