دقزاقستان په آستانې کې دسوریاوالو ترمینځ خبرې اترې پیل شوې
ایرناخبری آژانس راپور ورکړ د سورئې دحکومت اواپوزیشن ګوندونو ترمینځ دخبرواترو پنځم پړاؤ دایران ،روسیې اوترکیې په څارنې سره نن دقزاقستان په پلازیمنې آستانې کې پیل شوی او تر درو ورځو پورې به دوام ولری .
سوریا وال پلاوی د خپل هیواد دوروستیو حالاتو سره داړونده موضوعګانو په باب خبرې اترې کوی او سبا به هم دټولو پلاؤ په ګډون سره عمومی ناسته ترسره شی .
دآستانې په خبرواترو کې د روسیې دپلاوی نمایندګی د سورئې په چارو کې د روسیې دو لسمشر ځانګړی استازی الیګذنډر لاورنتیف په غاړه ده . همداراز دایران دپلاوی مشری هم دایران دمرستیال خارجه وزیرصادق حسین جابری انصاری په غاړه ده .
په سورئې کې داوور بند پیاوړتیا ، په دغه هیواد کې له تاؤتریخوالو دپاکو څلورو سیمو دحدودو ټاکل ،په آستانې کې د سورئې د سولې دخبرواترو په پنځم پړاؤ ایجنډا کې شاملې دی او تمه کیږی د دغو حدودو سره اړونده سندونه هم د مرکچی پلاؤ له خوا لاسلیک شی
په سورئې اوسنی ټینګ اوور بند د تیر ال د دسمبر له یودیرشمې نیټې دایران ، روسیې اوترکیې په پلانونې اومطرح کونې سره ټینګ شوی دی .