دقزاقستان په آستانې کې دسوریاوالو ترمینځ خبرې اترې پیل شوې
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i51348-دقزاقستان_په_آستانې_کې_دسوریاوالو_ترمینځ_خبرې_اترې_پیل_شوې
ایرناخبری آژانس راپور ورکړ د سورئې دحکومت اواپوزیشن ګوندونو ترمینځ دخبرواترو پنځم پړاؤ دایران ،روسیې اوترکیې په څارنې سره نن دقزاقستان په پلازیمنې آستانې کې پیل شوی او تر درو ورځو پورې به دوام ولری .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jul 04, 2017 09:59 Asia/Kabul
  • دقزاقستان  په  آستانې کې دسوریاوالو ترمینځ  خبرې اترې پیل شوې

ایرناخبری آژانس راپور ورکړ د سورئې دحکومت اواپوزیشن ګوندونو ترمینځ دخبرواترو پنځم پړاؤ دایران ،روسیې اوترکیې په څارنې سره نن دقزاقستان په پلازیمنې آستانې کې پیل شوی او تر درو ورځو پورې به دوام ولری .

 سوریا وال پلاوی  د خپل هیواد دوروستیو  حالاتو    سره داړونده   موضوعګانو په باب خبرې اترې کوی  او سبا  به  هم   دټولو پلاؤ په ګډون سره  عمومی ناسته  ترسره شی .

  دآستانې په خبرواترو  کې د  روسیې  دپلاوی نمایندګی   د سورئې په چارو  کې د روسیې  دو لسمشر  ځانګړی استازی  الیګذنډر لاورنتیف   په غاړه ده .  همداراز دایران دپلاوی  مشری  هم  دایران دمرستیال خارجه وزیرصادق حسین  جابری انصاری   په غاړه ده .

  په سورئې کې داوور بند پیاوړتیا ،  په دغه هیواد کې  له تاؤتریخوالو  دپاکو څلورو سیمو  دحدودو ټاکل   ،په آستانې کې  د  سورئې  د سولې دخبرواترو په پنځم پړاؤ  ایجنډا کې شاملې دی  او تمه کیږی  د دغو حدودو   سره اړونده سندونه   هم د مرکچی پلاؤ   له خوا لاسلیک شی

 په سورئې  اوسنی ټینګ اوور بند  د تیر ال د دسمبر  له  یودیرشمې نیټې  دایران ، روسیې  اوترکیې   په پلانونې اومطرح کونې سره  ټینګ شوی دی .