قطر د ځینو عربو هیوادونو غیر قانونی غوښتنو ته نه تسلیمیږی
خبرو سرچینو راپور ورکړی د قطر حکومت ، آل سعود رژیم په مشرۍ د بایکاټ کونکو څلور عربو هیوادونو دیارلس غوښتنو ته خپل منفی ځواب ورکړی دی
ایرناخبری آژآنس دکویت خبری آژانس له قوله راپورراکړ د قطر خارجه وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثانی پرون ناوخته د کویت له امیر شیخ شیخ صباح الاحمد الجابر الصباح سره په کتنې کې هغه ته د عربستان ،بحرین ،مصر او اماراتو غوښتنو ته په ځواب کې دقطر د امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثانی پیغام وسپارهّ
د دوحې دمشرانو د ځواب محتوا چې دمینځګړی په توه دکویت امیر ته سپارل شوې ، او ټاکل شوې ده سبا دقطر بایکاټ کونکو هیوادونو خارجه وزیران دمصر په قاهرې کې په دې باب څیړنې وکړی ، تراوسه پورې ښکاره شوې نه ده ،خو داسې بریښی چې قطر به دبایکات کونکو څلورو عربو هیوادونو دیارلس غوښتنې اجرا نه کړی .
په واشنګټن کې ډیپلوماټیکو سرچینو دسعودی له سیمې ورآخوا ورځپاڼې :الحیات :سره په خبرو کې ټینګار کړی ، دامریکا خارجه وزیر رکس ټیلرسن دموجوده بحران دحل او خبرواترو دپیلولو لپاره پر دوحې ډیپلوماټیک دباؤنه زیات کړی دی .
دعربستان په مشرۍ دڅلور عربو هیوادونو په خورامهمو شرطونونو کې ، چې دقطر لپاره ئې ټاکلی دی ، له ایران او لبنان له حزب ا....ولسی غورځنګ دفلسطین له حماس غورځنګ سره دقطر د ډیپلوماټیکو اړیکو غوڅول ،دالجزیره ټیلیویژنی چینل په بشپړ دول چټی کول او په قطر کې دترکیې دپوځی اډې ختمول هم شامل دی .