قطر د ځینو عربو هیوادونو غیر قانونی غوښتنو ته نه تسلیمیږی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i51370-قطر_د_ځینو_عربو_هیوادونو_غیر_قانونی_غوښتنو_ته_نه_تسلیمیږی
خبرو سرچینو راپور ورکړی د قطر حکومت ، آل سعود رژیم په مشرۍ د بایکاټ کونکو څلور عربو هیوادونو دیارلس غوښتنو ته خپل منفی ځواب ورکړی دی
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jul 04, 2017 11:56 Asia/Kabul
  • قطر د ځینو عربو هیوادونو غیر قانونی غوښتنو ته نه تسلیمیږی

خبرو سرچینو راپور ورکړی د قطر حکومت ، آل سعود رژیم په مشرۍ د بایکاټ کونکو څلور عربو هیوادونو دیارلس غوښتنو ته خپل منفی ځواب ورکړی دی

ایرناخبری آژآنس  دکویت خبری آژانس له قوله راپورراکړ  د قطر  خارجه  وزیر  شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثانی  پرون ناوخته  د کویت  له امیر شیخ شیخ صباح الاحمد الجابر الصباح  سره په کتنې کې هغه ته د عربستان ،بحرین ،مصر  او اماراتو    غوښتنو ته په ځواب کې دقطر  د امیر  شیخ تمیم  بن حمد آل ثانی  پیغام وسپارهّ

د دوحې  دمشرانو د ځواب محتوا چې   دمینځګړی  په توه دکویت  امیر ته سپارل شوې ، او ټاکل شوې ده   سبا  دقطر بایکاټ کونکو هیوادونو خارجه وزیران   دمصر په قاهرې کې په دې باب څیړنې وکړی ، تراوسه پورې  ښکاره  شوې نه ده  ،خو  داسې بریښی   چې قطر  به دبایکات کونکو څلورو عربو هیوادونو دیارلس غوښتنې  اجرا نه کړی .

په واشنګټن کې  ډیپلوماټیکو سرچینو دسعودی  له سیمې ورآخوا  ورځپاڼې  :الحیات :سره   په خبرو کې  ټینګار کړی ،  دامریکا خارجه وزیر رکس ټیلرسن دموجوده بحران  دحل او خبرواترو دپیلولو لپاره پر دوحې ډیپلوماټیک  دباؤنه زیات کړی دی .

دعربستان په مشرۍ  دڅلور عربو هیوادونو  په خورامهمو شرطونونو کې  ، چې دقطر لپاره ئې ټاکلی دی ، له ایران  او لبنان  له حزب ا....ولسی غورځنګ دفلسطین له حماس غورځنګ  سره دقطر د ډیپلوماټیکو اړیکو غوڅول ،دالجزیره ټیلیویژنی چینل  په بشپړ دول چټی کول  او  په قطر کې دترکیې  دپوځی  اډې ختمول هم شامل دی .