عادل الجبیر وایی د قطر پرضد به بایکاټونه دوام ولری
د عربستان خارجه وزیر د دوحه پرضد د ریاض د غلیمانه سیاستونو په دوام کې تینګار وکړ د قطر بایکاټونه به د عربستان د شرایطو تر اجرا پورې دوام ولری .
عربستان او ملګرو یعنی مصر ، اماراتو او بحرین د جون په ۵ له قطر سره خپلې ډیپلوماټیکی اړیکی غوڅې کړی دی . دغو څلورو هیوادونو همداراز د جون په ۲۳ له قطر د غوښتنو یو ۱۳ ماده ای لیسټ دوحې ته وسپاره او ویې ویل چی له قطر سره د اړیکو عادی کول د دغو درستو غوښتنو په عملی کولو پورې اړه لری .
هغه مهم شرطونه چی عربستان او ملګرو یې قطر لپاره وټاکل ، له ایران او حزب ا... سره د دغه هیواد د ډیپلوماټیکو اړیکو غوڅول ، د الجزیرې چینل بشپړه تړل او په قطر کې د ترکیې د پوځی اډې تړل شامل وو .
د قطر خارجه وزیر هم د عربستان د شرطونو په اړه د قطر د امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثانی لیک په کویت کې د دغه هیواد امیر ته وسپاره .
د بایکاټ کونکیو هیوادونو خارجه وزیرانو هم پرون د قطر د ځواب د جاج لپاره په مصر کې غونډه جوړه کړه .
د مصر خارجه وزیر د نوموړی غونډې له ختمیدا وروسته وویل د عربی هیوادونو د ۱۳ شرطونو په اړه د قطر ځواب منفی وو .
د عربستان خارجه وزیر هم له دغې غونډې وروسته وویل عربستان او ملګری به یې په مناسب وخت کې قطر پرضد نوی اقدامات ترسره کړی .