دیمن ښاریز د وبا د ناروغۍ پراختیا سخت ګواښی
زمونږخبریال راپور راکړ په یمن کې دملګروملتو د انسان دوستۍ دچارو غږملونکی جیمی مک ګولډریک پرن په یولړ څرګندونوکې په یمن کې د وبا دناروغۍ دلاپراخیدو په باب په خبرداری سره وئیلی دی په یمن کې د دغې ناروغۍ له امله تر دې دمه کابو دوه زره کسان قربانی شوی دی .
هغه وئیلی په یمن کې د وبا ناروغۍ خپریدا هماغه راز دوام لری او په یمن جنګ ځپلی اوبې وزله هویاد کې د دغې مرګونی ناروغۍ مرګ ژوبلې په زیاتیدو دی .
مک ګولډریک دغه راز وئیلی دی د وروستیو احصایو په اساس په یمن کې څه دپاسه دوه لکه څلور اتیا زره یمن وال په وباناروغۍ ککړ شوی دی او دقربانیانو شمیر هم مخ په زیاتیدو دی .
دانګلستان آکسفام موسسې هم په همداوروستیو کې وئیلی دی ، تقریبا په هر ساعت کې په یمن کې دوبا دناروغۍ له امله یو کس خپل ژوند له لاسه ورکوی که په موقعې اوزر د دغې ناروغۍ دمخنیوی لپاره نړیواله ټولنه جدی اقدام ونه کړی نوپه یمن کې ستر انسانی ناورین په لکونو انسان ګواښی.