ترکیه په قطر کې خپل پوځی مرکزونه نه تړی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i51530-ترکیه_په_قطر_کې_خپل_پوځی_مرکزونه_نه_تړی
زمونږخبریال دترکیې دآناتولی خبری آژانس له قوله راپور راکړ دترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون په انقرې کې په یولړڅرګندونو کې په قطر کې دترکیې دپوځی مرکز په باب چې عربستان ،امارات، بحرین اومصر ئې دچټی کولو غوښتنه کوی ، ووئیل ، ترکیه به هیڅکله هم د دغو څلوروعربی هیوادونو وړاندیز ته غاړه کی نه ږدی ترڅو چې له هغوی دقطر چارواکو دغه شان غوښتنه نه وی کړی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jul 07, 2017 03:05 Asia/Kabul
  •   ترکیه په قطر کې خپل پوځی مرکزونه  نه تړی

زمونږخبریال دترکیې دآناتولی خبری آژانس له قوله راپور راکړ دترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون په انقرې کې په یولړڅرګندونو کې په قطر کې دترکیې دپوځی مرکز په باب چې عربستان ،امارات، بحرین اومصر ئې دچټی کولو غوښتنه کوی ، ووئیل ، ترکیه به هیڅکله هم د دغو څلوروعربی هیوادونو وړاندیز ته غاړه کی نه ږدی ترڅو چې له هغوی دقطر چارواکو دغه شان غوښتنه نه وی کړی .

  هغه  دفارس خلیج  دڅنډې له ځینوعربو هیوادونوسره دقطر  رامینځة شوی شخړې ته په اشارې سره  وویل و  د څلورو عربو هیوادونو  له دوحې څخه  ددیارلسو   غوښتنو پوره کول   غیر منطقی او دقطر دملی حاکمیت  خلاف ورزی ده .

   د څلورو عربو هیوادونو په دغو دیارلسو غوښتنو کې   په هغو مهمو شرطونونوکې  چې   مطرح شوی دی ،  له ایران ،دلبنان له حزب ا... دفلسطین له حماس اسلامی مقاومت غورځنګ  سره دقطر د ډیپلوماټیکو اړیکو غوڅول ،  دالجزیره ټیلیویژنی چینل  مکمل بندول  او د دغه  هیواد له خاورې  دترکیې دپوځی مرکز لیرې کول شامل دی ،خو  دقطر لوړپوړو چارواکو وئیلی دی ،  دغه شان غوښتنې غیر قانونی اودنړیوالو قوانینو خلاف ورزی  اودقطر  دملی حاکمیّت څرګنده بې احترامی ده چې هیڅکله  هم  دمنلو وړ  نه دی .