آل سعود رژیم له عربستانه ټول شپږنیم لکه بهرنی کارکونکی وباسی
زمونږخبریال راپورارکړ هغه ټول بهرنی کارکونکی چې دمهاجرت دمالیاتو دقانون په اجرا سره له سعودی عربستانه د ۲۰۲۰ کال پورې وویستل شی ، څه دپاسه شپږلکه اویا زره کسانو ته رسیږی .
دعربستان رژیم د مهاجرت د مالیاتو په نامې سره په دغه هیواد کې دیره له بهرنیو کارګرانو اومزدورانو څخه دمالیاتو داخستو د هغه قانون اجرا له پرونه پیل شوې د چې په اساس ئې هر هغه برهنی کارکونکی او دهغه کورنۍ چې په عربستان کې ژوند کوی ، دهر یوه غړی په بدل کې باید مالیات ورکړی ،خو دغه داندازه به په راتلونکی کال کې دوه برابره زیاته شی .
راپورښئ ، دسعودی عربستان درژیم له خوا د تصویب شوی مالی انډول او مسودې په اساس په عربستان کې د کارکونکو اودهغوی دکورنیو لپاهر دمهاجرت دمالیاتو دقانون په اجرا پسې ، دهغو بهرنیو کارکونکو شمیر چې په کال کې دسعودی عربستان له خاورې ویستل کیږی ، څه دپاسه یو لک پنځه شپیته زره کسانو ته رسیږی .
داپه داسې حال کې دی چې دعربستان رژیم ، هغه شرکتونه چې دسعودی کارکونکو له شمیر ئې د بهرنیو کارکونکو شمیر زیات وی ، هم جرمانه کوی.
دعربستان لپاره دیمن دجنګ ډیر زیات لګښتونوریاض،دبهرنیو کارکونکو ویستلو او اقتصادی ریاضت ته مجبور کړ یدی .