ماسکوتهران اوانفره دسورئې دبحران دحل لپاره ورپسې مهم ګامونه پورته کوی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i51664-ماسکوتهران_اوانفره_دسورئې_دبحران_دحل_لپاره_ورپسې_مهم_ګامونه_پورته_کوی
ایرناخبری آژانس راپورورکړ دروسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په جرمنی کې د شل ډلې د دوه ورځنی کنفرانس په پای کې بیګا په همبرګ کې په خبری کنفرانس کې ووئیل ، د ترلاسه شوی مثبتې تجروبې په کارولو اوتکیې سره او دغه راز په سورئې کې دبشار اسد دحکومت ، ایران اوترکیې پر ښه نیّتونو په تکیې سره د دغه هیواد دشخړو دحل لپاره ورپسې ګامونه پورته کیدلی شی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jul 09, 2017 10:24 Asia/Kabul
  • ماسکوتهران اوانفره دسورئې دبحران دحل لپاره ورپسې مهم ګامونه پورته کوی

ایرناخبری آژانس راپورورکړ دروسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په جرمنی کې د شل ډلې د دوه ورځنی کنفرانس په پای کې بیګا په همبرګ کې په خبری کنفرانس کې ووئیل ، د ترلاسه شوی مثبتې تجروبې په کارولو اوتکیې سره او دغه راز په سورئې کې دبشار اسد دحکومت ، ایران اوترکیې پر ښه نیّتونو په تکیې سره د دغه هیواد دشخړو دحل لپاره ورپسې ګامونه پورته کیدلی شی .

پوتین  دسورئې دشخړې په حل کې  د  ایران اوترکیې سره په مشارک په ټینګار سره  ووئیل ، په  اوسنیو شرائطو کې باید په سورئې کې  دامن سیمو  دمشخصو پولو  او  د دغو سیمو دامنیتی تامین دموضوع  په باب موافقې ته ورسیږو .

 دروسیې ولسمشر  دقزاقستان په آستانې کې  د جولائی په  څلورمه اوپنځمه  دسوریاوالو  ترمینځ  دخبرواترو  دپنځم پړاؤ  ترلاسه شویو نتیجو ته په اشارې سره  هم یادونه وکړه ،  دسورئې یووالی اومځکنۍ بشپړتیا  د دغه پلان خورامهم ټکی حسابیږی  چې   د دغه هیواد په جنوب کې  دامن سیمې  له جوړید و سره  په اړونده سندونو کې  داردن ترپولې او دغه راز دجولان ترلوړوپورې  سیمې پکې شاملې شوی دی .

 دروسیې ولسمشر   په سورئې کې   له تاؤتریخوالو اونښتو  دپاکې جنوبی سیمې په باب له امریکا سره موافقه  یو مهم بدلون وباله او  وئې ویل ، سورئې ولس  د بشار اسد دراتلونکی په باب پخپله  فیصله کوی .