قطر د فارس خلیج ملګرتیا شورا ته الټي میټم ورکړ
قطر د یو درې ورځني الټي میټم په ټاکلو سره د فارس خلیج په ملګرتیا شورا کښې د خپل شتون دوام د عربستان، اماراتو، بحرین او مصر لخوا د خپلې محاصرې په ختمولو پورې شرطمن کړ.
د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني د فارس خلیج د ملګرتیا شورا عمومي منشي عبداللطیف بن راشد الزیاني ته په یو پیغام کښې وویل: که د دې پیغام له لیږلو وروسته تر دریو ورځو پورې د څلورو بایکاټ کونکو عربو هیوادونو لخوا د دوحې محاصره ختمه نه شي نو قطر به د دغې شورا په شپږو کښې د یو غړي په توګه په رسمي توګه له هغې ووځي او د هغې په تیرو او راتلونکو پریکړو به پابند نه وي.
آل ثاني په سیمه او نړۍ کښې د خپلو طمعو لپاره د فارس خلیج له ملګرتیا شورا څخه د عربستان ناوړه استفادې ته په اشارې سره څرګنده کړه: یوازې یو هیواد د فارس خلیج د ملګرتیا شورا د نورو غړو هیوادونو پرځاې فیصله کوي.
د قطر د بهرنیو چارو وزیر همداشان په نړیوالو قوانینو او په سر کښې یې له ترهګرۍ سره په مقابلې باندې د دوحې پابندۍ ته په اشارې سره وویل: دا څه چې دغه څلور عرب هیوادونه له قطره غواړي، د نړیوالو قوانینو خلاف او د هیوادونو په کورنیو چارو کښې مداخله ده چې په هکله یې خبرې اترې د منلو وړ نه دي.