په قطر د څلورو عرب هیوادونو بندیزونه به دوام ولري
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i51866-په_قطر_د_څلورو_عرب_هیوادونو_بندیزونه_به_دوام_ولري
عربستان، اماراتو، بحرین او مصر بیګا په یوه خبرپاڼه کښې قطر ته د امریکې د خارجه وزیر سفر او د دوحې او واشنګټن ترمینځ د ترهګرۍ ضده یادداشت لاسلیکیدو ته غبرګون وښوده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 12, 2017 03:17 Asia/Kabul
  • په قطر د څلورو عرب هیوادونو بندیزونه به دوام ولري

عربستان، اماراتو، بحرین او مصر بیګا په یوه خبرپاڼه کښې قطر ته د امریکې د خارجه وزیر سفر او د دوحې او واشنګټن ترمینځ د ترهګرۍ ضده یادداشت لاسلیکیدو ته غبرګون وښوده.

د رویټرز خبري آژانس د خبر له مخې په یاده خبرپاڼه کښې راغلي دي: له ترهګرۍ سره د مقابلې لپاره د امریکې او قطر د یادداشت د لاسلیکولو ملګرتیا پوره نه ده او له ترهګرۍ سره په مبارزه کښې د قطر د جدیت او ورڅخه یې ملاتړ تر څارنې لاندې دی.

د قطر بایکاټ او محاصره کونکو دغو څلورو هیوادونو همداشان اعلان وکړ: ترڅو چې دوحې زمونږ غوښتنې نه وي منلې تر هغې به بندیزونه پرځاې وي.

عربستان، اماراتو، بحرین او مصر د قطر د بندیزونو د ختمولو په موخه د دغه هیواد له خوا د خپلو دیارلسو غوښتنو د پوره کولو غوښتنه کړې ده خو قطر دغه غوښتنې رد کړې دي. له دوحې د ترک پوځیانو وتل او له ایران سره د قطر د اړیکو غوڅول په دغو غوښتنو کښې شامل دي.

دا په داسې حال کښې دي چې د امریکې د بهرنیو چارو وزیر رکس ټیلرسن پرون په دوحه کښې د قطر له خارجه وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني سره په ګډه خبري ناسته کښې مدعي شو چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په موخه د امریکې او قطر د تفاهم د یادداشت له مخې دواړه لوري د ملګرتیا او له ترهګرۍ د مالي ملاتړ د بندیدو مسئولیت په غاړه اخلي.

ټاکل شوې چې د امریکې خارجه وزیر نن له عربستاني چارواکو سره د کتنې په موخه جدې ښار ته لاړ شي.