دقطر بایکاټونکو هیوادونو خارجه وزیرانو د امریکاخارجه وزیر سپارښتنې واوریدې
ایرناخبری آژانس راپورورکړ دسعودی عربستان ،مصر ،اماراتو او بحرین خارجه وزیرانو نن دعربستان په جده کې دامریکا له خارجه وزیر رکس ټیلرسن سره مهمه غونډه کړې او دوی ته ئې ځینی سپارښتنې هم کړی دی .
په دغې غونډې کې چې سامح شکری ، عادل الجبیر، خالد بن احمد محمد ال خلیفه ،انور بن محمد قرقاش ګډون درلود،دامریکا خارجه وزیر ځینی داسې خبرې کړی چې دخبر ترمخابیره کیدا پورې ئې جزیات نه دی خپره شوی . دامریکا خارجه وزیر سعودی عربستان ته له سفر ه مخکې کویت اوقطر ته هم تللی او د دغو هیوادونو له مسئولانو سره ئې له قطر اوڅلورو عربو هیوادونو عربستان ،امارات ،مصر او بحرین په اړیکو کې دروانې شخړې په باب هم خبرې اترې کړی دی.
ټیلرسن قطر ته په سفر کې دترهه ګرۍ ضد ملګرتیا یوتفاهم لیک هم له قطر سره لاسلیک کړی دی .
څلور عربو هیوادونو دیوې اعلامیې په خپرولو سره قطر ته دامریکا دخارجه وزیر سفر او له دوحې سره د واشنګټن دترهه ګرۍ په ضد دتفاهم لیک باندې هم غبرګون ښودلی او وئیلی ئې دی ، له ترهه ګرۍ سره په مقابلې کې دتفاهم د یاددښت کافی نه دی او مونږ له ترهه ګرۍ سره په مبارزې او له هغو څخه په ملاتړ کې د قطر جدیّت اندازه څارو. چې د سیمې دهیوادونو لپاره داندیښنې وړ ده .