ملګری ملتونه دې دالاقصی جومات دپرانیستو لپاره سملاسی اقدام وکړی
زمونږخبریال راپور راکړ دایران داسلامی شورا د بهرنی سیاست اوملی امنیت دکمیشن مشر علاءالدین بروجردی په یولړ څرګندونو کې و،ئیل ملګری ملتونه دې دمسجد الاقصی دپرانیستو لپاره باید پر صهونیسټ رژیم لازم دباؤنه واچوی .
دقدس نیواکګر رژیم دجمعې په ورځې دفلسطینیانو په ضد دخپلو غلیمانه اقداماتو په دوام کې الاقصی جومات دروازې وتړلې او دجمعې لمانځه دقایمولو مخه ئې ونیوله .
داپه داسې حال کې د ی چې دجمعې ورځې سهار وختی دالاقصی جومات په انګڼونو کې دوحشی ډوله صهونیستی عسکرو اوفلسطنیو ځوانانو ترمینځ په نښتې کې درې فلسطینیان شهیدان او دوه صهونیسټان هم هلاک شوی او دغه راز یو شمیر کسان ټپیان شوی وو .
بروجردی دغه راز زیاته کړې ، دمسلمانانو دلومړنۍ قیبلې پّ توګه الاقصی جومات د اسلامی نړۍ لپاره ډیر اهمیّت لری او دصهونیسټ وحشی رژیم وروستۍ اقدام د درست اسلامی امت او دمسلمانانو دسپیڅلتیاؤ سپکاوی دی .
هغه دصهونیسټ رژیم داسلام ضد اقداماتو په محکومولو سره روښانه کړې و ټول اسلامی هیوادونه او شخصیتونه په تیره بیا دینی عالمان باید دالاقصی جومات او دمسلمانانو ته دصهونیسټ رژیم دنوی ظلم او جنایت په علت خپله چغه دنړیوالو غوږونو ته ورسوی .