قطر له اماراتو شکایت کوي
د قطر د څارنوالۍ تحقیقات دوام لري او د قطر خبري آژانس د ویب سایټ د هیک کونکو خلاف به ضروري اقدامات ترسره کړي.
قطري چارواکو د خپل هیواد د رسمي خبري آژانس د ویب سایټ په هیک کولو کښې د اماراتي مسئولانو له لاس لرلو د خواشینۍ په ښودلو سره ټینګار وکړ چې د دغه کار ترسره کونکي تعقیب کړي.
د ایرنا د خبر له مخې د قطر د دولتي ارتباطاتو د دفتر مدیر په یوه امریکايي ورځپاڼه کښې خپور شوي هغه خبر ته په اشارې سره چې امارات یې د قطر د خبري آژانس (قطر نیوز ایجنسي) د ویب سایټ د هیک کولو عامل بللی دی، وویل: د فارس خلیج د څنډې د یو عرب هیواد لخوا دا کار د نړیوالو قوانینو او د فارس خلیج د ملګرتیا شورا، عرب اتحادیې، د اسالمي ملګرتیا سازمان او ملګرو ملتو د موافقو خلاف ورزي ده.
هغه ټینګار وکړ چې په دې هکله د قطر د څارنوالۍ تحقیقات دوام لري او د قطر خبري آژانس د ویب سایټ د هیک کونکو خلاف به ضروري اقدامات ترسره کړي.
دا په داسې حال کښې دي د اماراتو د خارجه وزیر سلاکار انور قرقاش او په امریکا کښې د اماراتو سفیر یوسف العتیبه دا تور رد کړی دی.