عربستان د ترهګرۍ سرچینه او ملګری ملتونه ورسره شریک دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i52304-عربستان_د_ترهګرۍ_سرچینه_او_ملګری_ملتونه_ورسره_شریک_دی
د یمن د انصارالله غورځڼګ ویاند څرګنده کړه: ملګری ملتونه په یمن کښې د سعودیانو پر جنایتونو په سترګو پټولو سره د آل سعود په جرم کښې برابر شریک دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 19, 2017 01:46 Asia/Kabul
  • عربستان د ترهګرۍ سرچینه او ملګری ملتونه ورسره شریک دی

د یمن د انصارالله غورځڼګ ویاند څرګنده کړه: ملګری ملتونه په یمن کښې د سعودیانو پر جنایتونو په سترګو پټولو سره د آل سعود په جرم کښې برابر شریک دی.

زمونږ خبریال د راپور له مخې، محمد عبدالسلام په یمن کښې د سعودی رژیم جنایتونو ته په اشارې سره وویل: سعودی عربستان د نړیوالې ترهګرۍ سرچینه ده.

سعودی عربستان پرون په تعز ولایت کښې په خپلو نویو جنایتونو کښې د یمن د پناه غوښتونکو د راټولیدو پر ځائ بمباری وکړه چې له امله یې شل ملکیان ووژل شول.