سوریه له ډیرې خطرناکې ترهګرۍ سره مخ ده
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i53170-سوریه_له_ډیرې_خطرناکې_ترهګرۍ_سره_مخ_ده
د پوځ د مقاومت، د خلکو د ملګرتیا او د قربانیانو د پاکې وینې په برکت له ترهګرۍ سره په جنګ کښې د سوریې بریاوې لاهم دوام لري.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 01, 2017 08:14 Asia/Kabul
  • سوریه له ډیرې خطرناکې ترهګرۍ سره مخ ده

د پوځ د مقاومت، د خلکو د ملګرتیا او د قربانیانو د پاکې وینې په برکت له ترهګرۍ سره په جنګ کښې د سوریې بریاوې لاهم دوام لري.

د سوریې ولسمشر وویل: هیواد مو له یوې داسې ترهګرۍ سره مخ دی چې د پراختیا، نفرت خورونې او کینې له نظره یې په تاریخ کښې مثال نشته.

بشارالاسد د سوریې د پوځ د جوړیدو د ۷۲ کلیزې په مناسبت له (جیش الشعب) خپرندوې سره په مرکه کښې تکفیري ترهګر د دغه هیواد تاریخي دښمنان وبلل چې د سیمې او له سیمې د بهرو ځینو هیوادونو د هراړخیزو ملاتړونو په سیوري کښې پر ټولې سیمې د واکمنیدو هڅه کوي.

د سوریې ولسمشر په مقاومت سره د دغه هیواد ارزښتناکو بریاو ته په اشارې سره وویل: د پوځ د مقاومت، د خلکو د ملګرتیا او د قربانیانو د پاکې وینې په برکت له ترهګرۍ سره په جنګ کښې د سوریې بریاوې لاهم دوام لري.

بشارالاسد سوریه د سیمې زړه او د مینځني ختیځ اصلي چورلیز وباله او زیاته یې کړه: د سوریې پوځ نن سبا د عزت او سرلوړۍ د یوې بلې حماسې د پنځولو په حال کښې دی او په خپل هوډ او ټینګښت سره د نزدې بریالیتوب افق انځوروي.