امریکايي ائتلاف بیا هم ۶۰ سوري ملکیان ووژل
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i53206-امریکايي_ائتلاف_بیا_هم_۶۰_سوري_ملکیان_ووژل
دغه ائتلاف په تیرو ورځو کښې هم پر ملکي سوریاوالو ګڼ بریدونه کړي چې پکښې لسګونه ملکیان مړه او ژوبل شوي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 01, 2017 11:49 Asia/Kabul
  • امریکايي ائتلاف بیا هم ۶۰ سوري ملکیان ووژل

دغه ائتلاف په تیرو ورځو کښې هم پر ملکي سوریاوالو ګڼ بریدونه کړي چې پکښې لسګونه ملکیان مړه او ژوبل شوي دي.

د داعش خلاف د امریکايي ائتلاف جنګي الوتکو یوځل بیا په سوریه کښې په یوې نوې غمیزه کښې په دیرالزور کښې ۶۰ ملکیان ووژل.

ایرنا د سیرین نیوز ایجنسي له قوله خبر ورکړی چې نن سهار د امریکايي ائتلاف جنګي الوتکو د سوریې د دیرالزور ولایت په ختیځ کښې الکشمه، الشویط، الدویر او العشاره سیمې بمباري کړې او ملکي وګړي یې په خاورو او وینو کښې لیت پيت کړل.

دغه ائتلاف په تیرو ورځو کښې هم پر ملکي سوریاوالو ګڼ بریدونه کړي چې پکښې لسګونه ملکیان مړه او ژوبل شوي دي.