امریکايي ائتلاف د ترهګرۍ خلاف جنګیدونکو سره جنګیږي
د امریکايي ائتلاف د جنګي الوتکې په سوریه کښې کابو هره ورځ په بمباریو کښې لسګونه بیګناه مسلمانان وژني.
د سوریې د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتو له امنیت شورا وغوښتل چې امریکا او تش د نامې داعش ضده نړیوال ائتلاف غړي هیوادونه د سوریې د ملکي خلکو د وژلو او د دغه هیواد د بیخ بیناو د ورانولو په وجه سزا کړي.
فارس خبري آژانس لیکلي دي چې د سوریې خارجه وزارت پرون په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې امریکايي ائتلاف د سوریې روغتونونه، ښوونځي، پلونه او بندونه په نښه کوي، څرګنده کړه: دغه ائتلاف له هغو کسانو سره مقابله کوي چې د ترهګرۍ خلاف په مبارزې لګیا دي.
په دې وروستیو اونیو کښې د امریکايي ائتلاف د جنګي الوتکو لخوا د سوریې د ملکي وګړو وژله ډیره زیاته شوې ده او کابو هره ورځ په بمباریو کښې لسګونه بیګناه مسلمانان وژني.