په مکه کښې د هندي حاجیانو په هوټل کښې اور لګیدلی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i53786-په_مکه_کښې_د_هندي_حاجیانو_په_هوټل_کښې_اور_لګیدلی
د ابراهیمي حج په مراسمو کښې د حاجیانو د عزت، کرامت او امنیت په برابرولو کښې د آل سعود د بې کفایتۍ له امله په مکه مکرمه کښې د هندي حاجیانو د استوګنې په یوې ځانګړې ودانۍ کښې اور ولګیده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 09, 2017 15:57 Asia/Kabul
  • په مکه کښې د هندي حاجیانو په هوټل کښې اور لګیدلی

د ابراهیمي حج په مراسمو کښې د حاجیانو د عزت، کرامت او امنیت په برابرولو کښې د آل سعود د بې کفایتۍ له امله په مکه مکرمه کښې د هندي حاجیانو د استوګنې په یوې ځانګړې ودانۍ کښې اور ولګیده.

فارس خبري آژانس لیکلي چې د عربستان د ښاري امداد ادارې وویل: نن سهار یې د مکې مکرمې په العزیزیه سیمه کښې د هندي حاجیانو د پاتې کیدو په ځاې کښې لګیدلی اور مړ کړ.

د دغې ادارې ویاند نایف الشریف د یادې اوه پوړیزې ودانۍ په اوم چت کښې د اور لګیدونې د علت د معلومولو لپاره د تحقیقاتو دوام ته په اشارې سره وویل چې د سختو لوګو په وجه له دغې ودانۍ څخه ۳۹۱ کسان ویستل شوي دي.

په ۲۰۱۵ کال کښې هم د حج په مراسمو کښې په مسجدالحرام کښې د کرین د لویدو په پيښه کښې ۱۰۹ بهرني حاجیان وژل شوي او کابو ۴۰۰ زخمي شوي وو.

همداشان د همدغه کال په حج کښې د  آل سعود کورنۍ د بې کفایتۍ په وجه د منا غمیزه رامینځته شوه چې د خدای د کور زرګونه زیارتوال پکښې مړه شول. خو آل سعود د دغه جنایت په وجه د وژل شویو حاجیانو له اړوندو هیوادونو حتی بخښنه هم ونه غوښتله.