د سوریې منوخ ښار له داعشیانو آزاد شو
Aug 10, 2017 15:23 Asia/Kabul
پر منوخ ښار د سوریې د پوځ تسلط به په حمص ولایت کښې د داعشي ترهګرو کلابندي لاتنګه کړي.
د سوریې پوځ له داعش ترهګرې ډلې سره له سختې نښتې وروسته د لویدیځ ولایت حمص په ختیځه برخه کښې منوخ نومې ښار د ترهګرو له نیواکه آزاد کړ.
العالم ټي وي چینل خبر ورکړی چې په منوخ ښار کښې د سوریې د پوځ او داعشي ترهګرو ترمینځ په ننۍ نښته کښې ترهګرو ته درنه مرګ ژوبله او تاوان ورسیده.
پر منوخ ښار د سوریې د پوځ تسلط به په حمص ولایت کښې د داعشي ترهګرو کلابندي لاتنګه کړي.
په عین حال کښې د سوریې هوايي ځواک د عراق سرحد ته نزدي جبل غراب سیمه کښې د داعش ترهګرې ډلې سنګرونه بمباري کړل.
ټیګونه