د سوریې د پلازمینې یوه بله سیمه له داعشه آزاده شوه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i54062-د_سوریې_د_پلازمینې_یوه_بله_سیمه_له_داعشه_آزاده_شوه
د سوریې په ختیځ زون کښې د پوځ قومندان محمد خضور د داعش له نیواکه د دیرالزور د آزادولو لپاره د سوري پوځ د پلاننګ خبر ورکړی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 13, 2017 16:18 Asia/Kabul
  • د سوریې د پلازمینې یوه بله سیمه له داعشه آزاده شوه

د سوریې په ختیځ زون کښې د پوځ قومندان محمد خضور د داعش له نیواکه د دیرالزور د آزادولو لپاره د سوري پوځ د پلاننګ خبر ورکړی دی.

د سوریې پوځ د دغه هیواد په مختلفو سیمو کښې د خپلو پرمختګونو په دوام کښې د پلازمینې دمشق په ختیځ کښې جوبر سیمه د ترهګرو له نیواکه بیخي آزاده کړه.

العالم ټي وي چینل خبر ورکړی چې د سوریې پوځ نن په دغو عملیاتو کې د ترهګرو څو ګاډي او پوځي تجهیزات هم له مینځه یوړل.

اخوا په دیرالزور ولایت کښې هم د سوریې د پوځ جنګي الوتکو په الصناع او البغیلیه سیمو کښې د ترهګرو سنګرونه په نښه کړل.

په عین حال کښې د سوریې په ختیځ زون کښې د پوځ قومندان محمد خضور د داعش له نیواکه د دیرالزور د آزادولو لپاره د سوري پوځ د پلاننګ خبر ورکړی دی.